د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٥٠ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي ووېشل

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، ٥٠ زیانمنو کورنیو ته د دې ولایت په برکي برک ولسوالۍ او مرکز کې خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل.
د یادونې وړ ده چې په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته یوه بورۍ ٢٥ کیلویي اوړه، ٢ کیلو مّۍ، ٦ پاکټه بیسکویټ، ٢ تختې کمپلې او د یونیسف یوه بسته روغتیایي کیټ ووېشل شو.
نېټه:۱۴۴۶/۶/۲۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره