بسم الله الرحمن الرحیم

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د طبیعي او غیر طبیعي پیښو له امله ډیر ځپل کیږي. چې هر کال د میلیونونو خلکو روغتیا ته ګواښ کوي.
زموږ هیواد د طبیعي او غیر طبیعي پیښو له امله ډیر اقتصادي زیانونه ګاللي دي. د اقلیم د بدلون او نورو طبیعی افتونو له امله رامنځته شوی بشری وضعیت په افغانستان کې د اکثریت وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، او د بشری مصونیت پر وړاندې یې جدی ننګونه کړې ده.
د اقلیم بدلون د جیوپولیټیک څخه نیولې تر اقتصاد او مهاجرت پورې د انسانانو او د نړۍ پرمخ د نورو ژوندیو موجوداتو په ژوندانه ژورې اغیزې لري.
افغانستان د نړۍ د CO2 ګازونو ډېره لږ (0.19 ٪) برخه تولیدوي خو برعکس له اقلیمي بدلون څخه رامنځ ته شویو پېښو (مسلسلو وچکالیو او شدید سېلابونو) ډېر اغېزمن شوی هېواد دی.
افغانستان د اقلیمي بدلون په اړه د پاریس نړیوالې توافقنامې (Paris Agreement) او همدارنګه د طبیعي افتونو د زیانونو د مخنیوي چوکاټ  (Sendai framework for disaster risk reduction)  غړی هېواد دی.  د پورتنیو دوه نړیوالو سندونو په رڼا کې د COP26  غونډې په مشرتابه غږ کوو چې له افغانستان سره د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه کې د دې پدیدې د اغېزو په پام کې نیولو سره برابر مالي مرسته وکړي.
همدارنګه د اقلیمي بدلون او طبیعي افتونو د زیانونو د مخنیوي پروژو بودیجه باید د بشري مرستو په څېر له تحریمونو اغېزمنه نشي، تر څو افغان ولس د دې پدیدې د ناوړه پایلو مخنیوی وکړي او په راتلونکي کې د اقلیمي بدلون څخه لا زیانمن نشي.
د افغانستان اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون برخه کې د اسلامی او ملي ګتو په رڼا کي  ټولو نړیوالو منل شویو اصولو ته ژمن دی ترڅو د خپلو عمراني او پروژوي فعالیتونو په جریان کې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په برخه کې اړونده دستورالعملونه مراعات کړي.
همداراز له نړيوالو هم غواړي چې د افغانستان خلک په دې برخه کې یوازې پرېنږدي.

د پیښو د رسیدو په چاروکی د دولت د وزیر دفتر

اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۱۳:۱۶
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۰:۴۳
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اطلاعیه

قسمی که هموطنان ما در جریان قرار دارند در چند روز گذشته شاهد ریزش برف و باران توام با سرمای شدید در برخی ولایت‌های کشور بوده‌ایم و بنابر پیش بینی ریاست هواشناسی اداره هوانوردی ملکی، . . .