67 زیانمنو کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې 2 میلیونه او 818 زره افغانۍ ووېشل شوې
ننګرهار- د وږي 23مه-1402
د ډنمارک د کډوالۍ سازمان د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي, د یاد ولایت بېلابېلو ولسوالیو او مرکز جلال آباد ښار اړوند 67 کورنۍ چې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې, له سروې وروسته هرې کورنۍ ته له 34 زره نه تر 46 زره افغانۍ ووېشلې.