64 زیانمنو کورنیو ته په کونړ ولایت کې نغدي مرستې ووېشل شوې

کونړ- د وږي 20مه-1402
د DRC موسسې د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي, د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې 64 کورنۍ چې د وروستیو سېلابونو او بارانونو له امله زیانمنې شوي وې, له سروې وروسته هرې کورنۍ ته 13250 افغانۍ ووېشلې.
