د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې یو شمېر چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC ماین پاکۍ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د دې ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې ۵ کړۍ چاودېدونکي توکي کشف خنثی کړل.
د یادې مؤسسې اړوند (AIM-01) ټیم د دې عملیاتو په لړۍ کې، ۵ کړۍ په لاس جوړ شوي بشکه یي ماینونه له پېژندنې وروسته په خوندي توګه له منځه یوړل.
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ټولو ښاریانو غوښتي، چې د هرډول چاودېدونکو او مشکوکو توکو د لیدلو په صورت کې دې ژر تر ژره له اړوندو مسؤلینو سره اړیکه ونیسي چې تر څو یې د له منځه وړلو لپاره پر وخت اقدامات ترسره شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۹/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
