53 کورنیو په کونړ ولایت کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې
کونړ- د غویي 19مه-1402
د WFP موسسې د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي, د یاد ولایت بیلابیلو ولسوالیو اړوند 53 کورنیو ته چې د وروستیو سیلابونو او بارانونو له امله زیانمنې شوي وې, له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته 100 کیلو اوړه, 10 کیلو غوړي, 1 کیلو مالګه او 12 کیلو دال ووېشل شول.
