373 بې سرپناه ماشومانو او 60 راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته په پکتیکا ولایت کې ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

پکتیکا- د لړم 27مه-1402
د یونیسیف موسسې د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي, د یاد ولایت اړوند 373 بې سرپناه ماشومانو او 60 راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته ژمنۍ مرستې ووېشلې.
په دغو مرستو کې یاد شمېر کورنیو او ماشومانو ته کمپلې, البسې, کوټونه, د کور او نور اړتیا وړ توکي ووېشل شول.