33 زیانمنو کورنیو ته په پکتیا ولایت کې نغدي پیسې او خیمې ووېشل شوې
پکتیا- د غویي 21مه-1402
د IRC موسسې د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي, په یاد ولایت کې د وروستیو بارانونو له امله 33 زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي پیسې او خیمې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنې ته 14000 نغدي افغانۍ او له یادې جملې 30 کورنیو ته یو باب خیمه هم هرې کورنۍ ته ووېشل شوه.