3 میلیونه او 479 زره او 340 افغانۍ 178 کورنیو ته په میدان وردګ ولایت کې ووېشل شوې
میدان وردګ- د غوایي 14مه-1402
د PIN موسسې د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي, د یاد ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې 178 کورنۍ چې د تېرو جګړو له امله یې کورونه په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي وو, له سروې ووروسته یاد شمېر کورنیو ته په دویم قسط کې د کور ترمیم لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې دغه کورنۍ په دری کټګورۍ وېشل شوي وې او هرې کورنۍ ته له 15700 نه تر 39090 نغدي پیسې ووېشل شوې.