26 زیانمنو کورنیو سره په کونړ ولایت کې خوراکي مرستې ترسره شوې
کونړ- د تلې 3مه-1402
د WFP موسسې د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي, د یاد ولایت په مره وره ولسوالۍ او مرکز اسعد آباد کې 26 کورنیو ته چې کورونه یې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمن شوي وو, له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته 200 کیلو اوړه, 2 کیلو مالګه 25 کیلو دال او 18.2 کیلو غوړي ووېشل.