د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله ۷۰۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو ته تر سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱۰ لیټره غوړي، ۸ کیلو مکروني، ۵ کیلو د جامو منځلو پوډر، د البسې ۱ کېټ، ۱ تخته ترپال او ۱ کارټن خرما ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
