25 زیانمنو کورنیو په کونړ ولایت کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې

کونړ- د وږي 19مه-1402
د WFP موسسې د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي, د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې 25 کورنۍ چې د وروستیو سېلابونو او بارانونو له امله زیانمنې شوي وې, له سروې وروسته هرې کورنۍ ته 200 کیلو اوړه, 2 کیلو مالګه او 18.2 کیلو غوړي ووېشل.
