2 میلیونه 811 زره او 900 افغانۍ 82 کورنیو ته په ننکرهار ولایت کې ووېشل شوې

ننګرهار- د لړم 25مه-1402
د DRC موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي, د یاد ولایت په اچین, کامه, چپرهار, دره نور, حصارک, لعل پور, مهمند دره, پچیراګام, رودات, غني خېل ولسوالیو او مرکز جلال آباد ښار اړوند 82 کورنیو ته د سرپنا جوړولو په موخه نغدي مرستې ووېشلې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته د سرپنا جوړولو په موخه له 32200 نه تر 41500 افغانۍ او 4 نورو کورنیو ته د سرپنا د ترمیم لپاره 26000 افغانۍ ووېشل شوې.
