1 میلیون او 504 زره افغانۍ 188 اړمنو کورنیو ته په میدان وردګ ولایت کې ووېشل شوې
میدان وردګ- د سلواغه 8مه-1402
د DRC موسسې د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږی, د یاد ولایت جلرېز ولسوالۍ اړوند 188 اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته 1 میلیون او 504 زره افغانۍ ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته 8000 افغانۍ ووېشل شوې.