۹ زیانمنو کورنیو په کونړ ولایت کې غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې
کونړ- د وږي ۶مه-۱۴۰۲
د SCI موسسې د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۹ کورنۍ چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۱ تخته ترپال، د کمپل کېټ او د کور جوړولو د توکو کېټونه ووېشل.