۹۱ سېلاب ځپلو کورنیو سره په بادغیس ولایت کې خوراکي مرسته ترسره شوه

بادغیس- د زمري ۱۱مه-۱۴۰۱
د بادغیس ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د خوراک نړیوال سازمان WFP سره په همکاري، ۹۱ هغو کورنیو ته چې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۲ بورۍ اوړه ۵۰ کیلویي، ۱۰ قطی غوړي، ۱۲ کیلو دال او ۱۰ دانې بسکيټ ووېشل.
