د بدخشان ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د یو اوسپنیز کانکریټي حفاظتي دیوال کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۳:۱
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژوند بنسټ د ټولنیزې او اقتصادي پرمختیا موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویلوونکی یې د کنسرن موسسه ده. د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د ۳۲ متره په اوږدوالي، ۵.۷ متره لوړوالي او د ۱,۳۰۶,۱۲۵ افغانیو په لګښت د یو اوسپنیز کانکریټي حفاظتي دېوال کار بشپړ کړ او رسمآ یې ګټې اخیستنې ته وسپاره.
د دې پروژې په پلي کېدو سره سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه، باغونه، عام المنفعه تاسیسات او هستوګنیز کورونه د سېلابونو له احتمالي خطرونو څخه خوندي شول او د سېلاب له خطر څخه د خلکو د خوندیتوب کچه لوړه شوې ده.

نېټه: ۱۴۴۷/۶/۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۵۲ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د اکټیډ (ACTED) او د اسلامیک ریلیف (IRW) له موسسو سره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لاسلیک شويو هوکړه لیکونو له مخې، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۵:۰
Background image

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د دوو استنادي دېوالونو جوړولو کار پیل شو

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) سره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د همغږۍ په پایله کې، د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۴:۳
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۳۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په مقر ولسوالۍ کې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .