۹۰۰ بېوزله، بې سرپرسته او زیانمنو کورنیو ته په لغمان ولایت کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې
لغمان- د وږي ۸مه-۱۴۰۲
د لغمان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۹۰۰ بېوزله، بې سرپرسته او زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته د ټاکل شوي پلاوي په شون کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۲ بورۍ اوړه او ۲ تختې کمپلې ترلاسه کړې.