۸۸۸ زیانمنو کورنیو سره په میدان وردګ ولایت کې نغدي مرستې وشوې

میدان وردګ- د غویي ۲۵مه-۱۴۰۲
د کډوالۍ نړیوال سازمان د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په سیدآباد، چک، نرخ، جلریز، دایمیرداد ولسوالیو او مرکز میدان ښار کې ۸۸۸ کورنیو ته چې د تېرو جګړو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته یاد شمېر کورنیو ته د کور جوړولو او ترمیم لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو ۸۲۱ کورنیو ته د کور ترمیم لپاره ۴۶۹۰۰ او ۶۷ کورنیو ته د کور جوړولو لپاره ۱۲۵۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
