۸۸۴ زره او ۲۷۱ افغانۍ ۱۳۲ کاریګرو ته په میدان وردګ ولایت کې د کار په بدل کې ووېشل شوې
میدان وردګ- د مرغومي ۶مه-۱۴۰۲
د پاملرنې موسسې د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې ۱۳۲ کاریګرو ته د هغو لارو او کاریزونو پآکولو په بدل کې چې د تېرو سېلابونو له امله ویجاړ شوي و، نغدي پیسې ووېشلې.
د نغدو پیسو وېش په دې لړۍ کې هر کاریګر ته د ۱۷ ورځو کار په بدل کې ۶۷۲۰ افغانۍ ووېشل شوې.
