۸۷ زیانمنو کورنیو په ننګرهار ولایت کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې
ننګرهار- د زمري ۸مه-۱۴۰۲
د WFP موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په بېلابیلو ولسوالیو کې د طبیعي پېښو له امله ۸۷ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۰ لیټره غوړي، ۲۵ کیلو دال او ۲ کیلو مالګه ووېشل شول.