۸۱ زلزلې ځپلو کورنیو سره په خوست ولایت کې د کورونو جوړولو لپاره نغدي مرستې وشوې
خوست- د چنګاښ ۲۴مه-۱۴۰۲
د اکشن اېډ موسسې د خوست ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په سپېرې او شمل دومنده ولسوالیو کې د تېرې زلزلې له امله ۸۱ زیانمنو کورنیو ته د کورونو جوړولو لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې د سپېرې ولسوالۍ اړوند ۴۳ کورنیو ته د څلورم قسط ۲۳۳۵۰ افغانۍ هرې کورنۍ ته، او د شمل دومنده ولسوالۍ ۳۸ کورنیو ته هم د څلورم قسط ۲۳۳۵۰ افغانۍ هرې کورنۍ ته ووېشل شوې.