۸۱۳ زلزله ځپلو کورنیو ته په سمنګان ولایت کې نغدې مرستې ووېشل شوې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۵:۱۲
123

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمېټې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په فیروزنخچیر ولسوالۍ کې د ۸۱۳ کورنیو ته چې کورونه یې د وروستۍ زلزلې له امله په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي وو، له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې له یاد شمېر کورنیو څخه ۴۷ کورنیو هرې یوې ته ۷,۰۰۰ افغانۍ او ۷۶۶ کورنیو هرې یوې ته ۴,۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال درې میلیونه او درې سوه او درې نوي زره (۳,۳۹۳,۰۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې. 

نېټه:۱۴۴۷/۷/۲۳ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۳:۱۷
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۱۶ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د (JCSSO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولاست د درې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۳:۱
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۱۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په درزاب او قوش تپه. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .