۸۱۳ زلزله ځپلو کورنیو ته په سمنګان ولایت کې نغدې مرستې ووېشل شوې
د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمېټې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په فیروزنخچیر ولسوالۍ کې د ۸۱۳ کورنیو ته چې کورونه یې د وروستۍ زلزلې له امله په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي وو، له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې له یاد شمېر کورنیو څخه ۴۷ کورنیو هرې یوې ته ۷,۰۰۰ افغانۍ او ۷۶۶ کورنیو هرې یوې ته ۴,۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال درې میلیونه او درې سوه او درې نوي زره (۳,۳۹۳,۰۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۲۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
