۸۰ زلزله ځپلو کورنیو لپاره په کونړ ولایت کې د سرپناه جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
کونړ- د کب ۱۷مه-۱۴۰۱
د DRC موسسې د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، په یاد ولایت کې د ۸۰ کورنیو لپاره چې کورونه یې د تېرې زلزلې له امله په بشپړه توګه ویجاړ شوي و، د سرپناه جوړولو چارې بشپړې او یاد شمېر کورنیو ته د ګټې اخیستنې لپاره وسپارلې.