۷۰ زیانمنو کورنیو سره په فراه ولایت کې نغدي مرستې ترسره شوې

فراه- د چنګاښ ۱۱-۱۴۰۳
د فراه ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د DRC موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت اړوند ۷۰ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۴۱۸۰ افغانۍ ووېشل شوې.