۶۶ سېلاب ځپلو کورنیو په کونړ ولایت کې نغدي مرستې ترلاسه کړې

کونړ- د ربیع الاول ۶-۱۴۴۶
د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ریاست د IOM موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت مرکز اسعدآباد او بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۶۶ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو له او سېلابونو له امله زیانمنې سوې وې، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۹۰۰۰ افغانۍ او له یادې جملې ۲۰ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ سوي و، هرې کورنۍ ته ۱ باب خیمه هم ووېشل سوه.