له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د وچکالۍ ځپلو او له خطر سره د مخ خلکو د وضعیت د څېړنې لپاره د بادغیس ولایت دره بوم ولسوالۍ ته سفر وکړ

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۶:۵۵
news image

نن ورځ سه شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په نخچرستان سیمه کې د وچکالۍ ځپلو او له خطر سره مخ د خلکو وضعیت او د هغوی لپاره د اوبو رسولو څرنګوالي د څېړنې په موخه، د یو پلاوي په مشرۍ د بادغیس ولایت دره بوم ولسوالۍ د نخچرستان سیمی ته سفر وکړ.
محترم ترابي صیب د سیمې له خلکو سره وکتل او اوبه یې د ژوند د اړتیاوو پوره کولو، د کرنې د ودې او د یوې سیمې د پرمختګ لپاره یوه اساسي اړتیا وبلله. هغه څرګنده کړه چې د نخچرستان سیمې ته د اوبو د لېږد لپاره موږ لازمې هڅې روانې کړی دی. چې د بالامرغاب له سیند څخه د دره بوم ولسوالۍ نخچرستان سیمې ته د اوبو لېږد په داسی ډول وکړو، چی د بالامرغاب د سیند څخه اوبه د سولر په ذریعه لوړو سیمو ته ولېږدوو او ټول هغه کلي چې وچکالۍ ځپلي دي د دغو اوبو څخه د پیپونو په ذریعه استفاده وکړي، موږ مخکی د ادارې له لوري د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس په ګډون او د ولایت مقام، د کلیو د پراختیا ریاست او د اوبو او انرژۍ ریاست د استازو په همکارۍ یو څلور کسیزه پلاوی ټاکلی و او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) سره هم دا موضوع شریکه شوې ده، ترڅو د مؤسسو له لارې دې سیمې ته د اوبو د لېږد په برخه کې همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې اوبو ته د لاسرسي ښه والی، د کلیو په کچه له کډوالۍ څخه مخنیوی، د روغتیايي او ژوند شرایطو ښه والی، د څښاک اوبو ته ښه لاسرسی، د کرنې، مالدارۍ او د څارویو وضعیت ښه کېدل د دې پروژې له ګټو څخه دي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۲۰ ه ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .