۶۶۹ سېلاب ځپلو کورنیو سره په خوست ولایت کې خوراکي مرستې ترسره شوې
خوست- د زمري ۱۷مه-۱۴۰۲
د خوست ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت په موسی خېل ولسوالۍ کې ۶۶۹ کورنۍ چې د سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته د خوراکي مرستو په ترڅ کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه ووېشل.
