۵۸ سېلاب ځپلو کورنیو په کندهار ولایت کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې
کندهار- د کب ۲۴مه-۱۴۰۲
د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت اړوند ۵۸ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۵۰ کیلو غنم، ۵۰ کیلو وریجې او د البسې ۱ کېټ ترلاسه کړل.