۵۴۰ زیانمنو کورنیو ته په هرات ولایت کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې
هرات- د مرغومي ۱۱مه-۱۴۰۲
د یونین اېډ موسسې د هرات ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت زنده جان ولسوالۍ اړوند ۵۴۰ کورنیو ته چې د زلزلې او وچکالۍ له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲ تختې کمپلې، ۲ بورۍ اوړه، ۱ بورۍ وریجې، ۱۶ لیټره غوړي، ۱۴ کیلو لوبیا، ۱۴ کیلو بوره ۱ دانه پلاستیکي فرش، د پلخنځي ۱ سیټ، صابن، د ګاز ډبه، ۱ دانه سطل او ۲ څراغونه ووېشل شول.
