۵۰ کسانو په کونړ ولایت کې خوراکي مرستې ترلاسه کړی
کونړ- د زمري ۱۸مه-۱۴۰۱
د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت په ډانګام ولسوالۍ کې چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله سړک ویجاړ شوی و او د موټرو پر وړاندې بند شوی و، او د ولایت مقام حکم پر بنسټ پېښو سره د مبارزې ریاست د ویجاړ شوي سرک د بیا رغونې لپاره ۵۰ کسان په کار ګمارل شوي و، او د سړک له رغونې وروسته یادو ۵۰ کسانو ته د کار په مقابل کې هر کاریګر ته ۱۰۰ کیلو وریجې ووېشلې.