۵۰۴ سېلاب ځپلو او کډوالو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې
میدان وردګ- د لېندۍ ۱۴مه-۱۴۰۲
د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت اړوند ۵۰۴ سېلاب ځپلو او کډوالو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۳ تختې کمپلې، د ماشومانو البسه او ۱۴۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
