۴ میلیونه او ۲۶۸ زره او ۸۰۰ نغدي افغانۍ ۳۶۸ زیانمنو کورنیو ته په پکتیکا ولایت کې ووېشل شوې
پکتیکا- د وږي ۲۷مه-۱۴۰۲
د کنسرن موسسې د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي او همکاري، د یاد ولایت په ګیان ولسوالۍ کې ۳۶۸ زیانمنو کورنیو ته د کورونو ترمیم او اړینو توکو پېرودلو لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
د نغدو پیسو د وېش په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ۱۱۶۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې.
