۴۸۷ زیانمن شویو کورنیو په ننګرهار ولایت کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې

ننګرهار- د وږي ۲۹مه-۱۴۰۱
د خوراک نړیوال سازمان WFP د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت مرکز او دره نور او ګوشتي ولسوالیو اړوند ۴۷۸ کورنیو ته چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیټره غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال، ۱ کیلو مالګه او بسکېټ ووېشل شول.
...........................................