۴۴ زیانمنو کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې خوراکي مرستې ووېشل شوې
ننګرهار- د غویي ۵مه-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د WFP موسسې سره په همغږي، د یاد ولایت اړوند ۴۴ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۰ لیټره غوړي، ۲۵ کیلو دالنخود، بسکېټ او ۲ کیلو مالګه ووېشل شوه.