۴۳۷ زیانمنو کورنیو په خوست ولایت کې نغدي مرستې ترلاسه کړې

خوست- د غبرګولي ۱۸مه-۱۴۰۲
د او آر ډي موسسې د خوست ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي او همکاري، د یاد ولایت سپېرې ولسوالۍ اړوند ۴۳۷ کورنیو ته چې د زلزلې له امله یې کورونه په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي و، له سروې وروسته د کورونو جوړولو لپاره د دویم قسط نغدي مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش په دې لړۍ کې ۶۲ کورنیو ته د دوو خونو جوړولو لپاره هرې کورنۍ ته ۱۶۵۰ امریکایي ډالر او ۳۷۵ نورو کورنیو ته د یوې خونې جوړولو لپاره هرې کورنۍ ته ۴۰۰ امریکایي ډالر ووېشل شول.
