۴۱ زیانمنو کورنیو د کابل ښار په ۷ ناحیه کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۳:۴۰
news  image

نن ورځ شنبه, د کابل ښار ۷ ناحیې ۲۴ ګذر د لوړ تني کوټ سیمې د خلکو په غوښتنې او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې مشرتابه د لارښوونې پر بنسټ, ۴۱ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشل شوې.
د دغو مرستو د وېش په ترڅ کې د بېړنیو علمیاتو د مرکز رییس محترم قاري محمد خوشحال زماني ووېل چې, له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د لارښوونې سره سم, ۴۱ کورنیو ته چې د سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې, ۵۰ کیلو اوړه او ۲۵ کیلو وریجې هرې کورنۍ ته ووېشل شوې.
قاري صاحب زماني زیاته کړه چې, دا سیمه د سېلابونو له امله ویجاړه شوې وه او اوس مهال د پاک کاري چارې یې ترسره شوې.
د مرستو ترلاسه کونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له مشرتابه قدرداني او مننه وکړه او د لا زیاتې پاملرنې غوښتونکي شول.

نېټه: ۱۴۴۶/۰۴/۱۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۳:۲۱
Background image

د کندهار ولایت په لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

 د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د HALO Trust ماین پاکۍ موسسې د STORM-MDU-01 تخنیکي ټیم د یاد ولایت د لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ په سه توتک کلي کې د روسانو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۳:۶
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۸ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په شتل ولسوالۍ او مرکز کې ۹۸ مستحقو کورنیو او د عام المنفعه پروژو کارګرانو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۱۱
Background image

د کندهار ولايت په لوړ ميوند ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

 د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د HALO Trust ماین پاکۍ موسسې د MDU-RMC-02 ټیم د کندهار ولايت لوړ ميوند ولسوالۍ د آسوده کلي په سیمه کې د روسانو د وخت. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .