۳۸ زیانمنو کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې د سرپناه د ترمیم لپاره نغدي مرستې ووېشل شوې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۱:۲۲
news image

د DRC موسسې د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ, د یاد ولایت سپین غر ولسوالۍ مامند تنګي اسدخېل کلي اړوند ۳۸ کورنیو ته چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله یې سرپناوې ویجاړې شوي وې, د سرپناوو د ترمیم لپاره د دویم او درېیم پړاو نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې د هغوی زیانمنتیا ته په کتو له ۱۹۵۰۰ نه تر ۲۵۱۰۰ افغانیو نغدي پیسې ووېشل شوې.

نیټه: ۱۴۴۶/۵/۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۵:۶
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کندهار د کډوالو مؤسسې ترمنځ د یو سل او نوي زره او یو سل او شپږ (۱۹۰,۱۰۶) ډالرو په ټولیز ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

نن د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د کندهار د کډوالو مؤسسې د پروګرامونو له مدیر بشیر احمد خالد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۴۹
Background image

په غور ولایت کې د یو پُلچک د شاوخوا ډکولو کار روان دی 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مرکز فیروز کوه ښار په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۴۵
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ورلډویژن نړیوالي مؤسیسې ترمنځ (۱,۲۷۱,۰۰۰) د یو میلیون او دوه سوه یو اویا زره ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک سوه.

نن ورځ چهار شنبه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي  د ورلډ ویژن نړیوالي مؤسسې له رئیس عبدالوهاب ارش سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د (۱,۲۷۱,۰۰۰). . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .