۳۶۱ اړمنو او بېوزله کورنیو په پکتیکا ولایت کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې
پکتیکا- د وری ۹-۱۴۰۲
د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ۳۶۱ اړمنو او بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته یاد شمېر هرې کورنۍ ته ۲ بورۍ غنم او له دغې جملې یو شمېر کورنیو ته خیمې او لاسي ګاډۍ هم ووېشلې.
#ریاستاطلاعاتوارتباطعامه
#وزارتدولتدراموررسیدگیبهحوادث