۳۵ زیانمنو کورنیو په میدان وردګ ولایت کې د کورونو جوړولو لپاره نغدي مرستې ترلاسه کړې

میدان وردګ- د غبرګولي ۲۵مه-۱۴۰۲
د PIN موسسې د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې ۳۵ کورنیو ته چې د تېرو جګړو له امله یې کورونه په بشپړ ډول زیانمن شوي و، له سروې وروسته د کورونو جوړولو لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ له ۱۰۱۲۰ نه تر ۹۶۴۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
