۳۲ زیانمنو کورنیو سره په فراه ولایت کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې وشوې
فراه- د غبرګولي ۱۰مه-۱۴۰۲
د فراه ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت اړوند ۳۲ کورنیو ته چې د اورلګېدنې له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو وریجې، ۲ بستې د لوبیا کنسرن، ۲ تختې کمپلې او ۱۰ پاکټه مګي آش ووېشل شول.
