۳۱۵ سېلاب ځپلو کورنیو ته په پکتیا ولایت کې د خوراکي مرستو وېش
پکتیا- د تلې ۶مه-۱۴۰۱
د WFP موسسې د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، په یاد ولایت کې د وروستیو سېلاب ځپلو ۳۱۵ کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې،
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو دالنخود، ۱۸.۵ کیلو غوړي، ۵ کیلو مالګه، بسکېټ او د ماشومانو توکي ووېشل شول.


