۳۰ زیانمنو کورنیو ته په کونړ ولایت کې غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې
کونړ- د غبرګولي ۱۳مه-۱۴۰۲
د Save the Children موسسې د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت اړوند ۳۰ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله یې کورونه ویجاړ شوي و، له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته د پخلنځي یو کېټ، د ګاز یوه ډبه، یو سولري څراغ او د ماشومانو البسه ووېشل شول.