۲ میلیونه ۸۲۱ زره او ۵۰۰ افغانۍ ۲۸۵ اړمنو کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې ووېشل شوې

ننګرهار- د لېندۍ ۱۴مه-۱۴۰۲
د ماشوم ساتنې ادارې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي او همکاري، د یاد ولایت پچیراګام ولسوالۍ اړوند ۲۸۵ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته ۲ میلیونه ۸۲۱ زره او ۵۰۰ افغانۍ ووېشلې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۹۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
