۲ میلیونه او ۲۳۴ زره افغانۍ ۳۴۶ کاریګرو ته د کار په بدل کې په ننګرهار ولایت کې ووېشل شوې
ننګرهار- د لېندۍ ۲۱مه-۱۴۰۲
د RRAA موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي او همکاري، د یاد ولایت بټي کوټ او کوټ ولسوالیو کې ۳۴۶ کاریګرو ته د کانالونو پاکولو کار ترسره کولو په بدل کې نغدي پیسې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې په درېیو کټګوریو کې هر کاریګر ته له ۴۰۰ نه تر ۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
