۲ میلیونه، ۵۳۵ زره او ۹۹۹ افغانۍ ۳۲۷ کاریګرو ته په ننګرهار ولایت کې د کار په بدل کې ووېشل شوې

ننګرهار- د غبرګولي ۱۵مه-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د Save the children موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت په دور بابا ولسوالۍ کې ۳۲۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۲ میلیونه، ۵۳۵ زره او ۹۹۹ افغانۍ ووېشلې.
د نغدو پیسو د وېش په دې لړۍ کې د هر کاریګر لپاره د ۲۰ ورځو کار په بدل کې، له ۴۲۵ نه تر ۵۶۸ افغانۍ د یوه ورځ لپاره په پام کې نیول شوې وې.