۲۶۲ وچکالي ځپلو، یتیمانو، کونډو او معلولینو په هرات ولایت کې نغدي مرستې ترلاسه کړې
هرات- د غبرګولي ۸مه-۱۴۰۲
د DRC موسسې د هرات ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې ۲۶۲ وچکالي ځپلو، معلولینو، کونډو، یتیمانو او ناروغانو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
