۲۱۱ کورنیو ته په لغمان ولایت کې روغتیایي کېټونه ووېشل شول
لغمان- د چنګاښ ۲۱مه-۱۴۰۲
د IOM موسسې د لغمان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په مرکز مهترلام کې ۲۱۱ کورنیو ته چې کورونه یې د بارانونو او زلزلې له امله په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي و، له سروې وروسته روغتیایي کېټونه ووېشل.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱ روغتیایي کېټ ووېشل شو.