۲۰۰ زیانمنو کورنیو په ننګرهار ولایت کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې

ننګرهار- د چنګاښ ۱۱-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د درمان موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت اړوند ۲۰۰ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۲۰ کیلو وریجې، ۳ کیلو لوبیا، نیم کیلو شین چای او ۲ کیلو بوره ووېشل شوه.